CRI Online

په تېرو پنځو کلونو کې په شينجيانګ کې د ايډز ناروغۍ د مخنيوي لپاره څه باندې يو مليارډ يوان لګول شوي

cri     (GMT+08:00) 2015-11-25 11:14:28

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په دې وروستيو کلونو کې په شينجيانګ کې د ايډز ناروغۍ د مخنيوي په موخه زيات اغېزمن تدابير غوره شوي او له ٢٠١٠ کال راهيسې په دې برخه کې څه باندې يو مليارډ يوان لګول شوي دي.

د نومبر په ٢٤ مه نېټه د شينجيانګ د اويغورخپلواکې سيمې د روغتيا ادارې په دغه سيمه کې د ايډز ناروغۍ د مخنيوي په اړه معلومات ورکړل چې له مخې يې د ٢٠١٥ کال د اکتوبر تر پايه پورې په ګرده سيمه کې پر ايډز ويروس اخته شوي کسان ٣٨٢٨٣ تنو ته رسيدلي او په دې جمله کې ٩١٥٦ کسان ناروغ شوي دي.

د شينجيانګ د ناروغيو د مخنيوي مرکز چارواکي ني مينګ جيان وويل، چې د ٢٠١٠ کال په جولای مياشت کې په شينجيانګ کې د ايډز ناروغۍ د مخنيوي او درملنې مقررات خپاره شول او د دغو مقرراتو په پلي کېدو سره د ايډز ناروغۍ د مخنيوي په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې ترلاسه شوې دي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای