CRI Online

چين به د شانګهای همکارۍ سازمان په مټ سيمه ييزې همکارۍ پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2015-12-04 21:02:22

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، دچين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د ديسمبر په څلورمه نېټه وويل، چې چين به د روسيې په شمول د سيمې له هېوادونو سره په ګډه د شانګهای همکارۍ سازمان په مټ سيمه ييزې همکارۍ پياوړې کړي.

په همدې روځ په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې يوه خبريال دا پوښتنه وکړه چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د روانې مياشتې په درېيمه نېټه وړانديز وکړ چې د ترهګرۍ پرضد دې نړيواله جبهه جوړه شي، دغه راز د اروپا او اسيا د اقتصادي ټولنې او د شانګهاي همکارۍ سازمان غړي هېوادونه دې د خپلمنځي اقتصادي همکاريزو اړيکو د ټينګېدو په اړه سلامشورې وکړي، چين په دې هکله څه ويل لري؟

هوا چون ينګ نوموړې پوښتنې ته ځواب ورکړ او ويې ويل، چې چين د هر ډول تروريزم او د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په برخه کې د دوو ګونو ميعارونو مخالفت کوي. د چين په اند نړيواله ټولنه دې د م م د منشور او نورو نړويوالو مقرراتو له مخې د ترهګرۍ پرضد همکارۍ ترسره کړي. بېلابېلې خواوې دې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، توپيرونه دې لېرې کړي او د ترهګرۍ پرضد مبارزې لپاره دې يووالی وساتي.

همدارنګه هوا چون ينګ زياته کړه، چې چين به د روسيې په شمول د سيمې له هېوادونو سره په ګډه د شانګهای همکارۍ سازمان په مټ د مساواتو، ګډو ګټو، سلامشورو او ګډې همکارۍ پر بنسټ سيمه ييزې همکارۍ پياوړې کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای