د سين هوا اژانس خبر له مخې د روانې مياشتې په ٨ نېټه د چين د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبري ناسته کې د دی وزارت معين چنګ ګوه پينګ د شانګهای همکارۍ سازمان د حکومتي مشرانو شورا د ١٤ مې غونډې په اړه د خبريالاتو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
نوموړي وويل چې دغه غونډه به د روانې مياشتې له ١٤ نيټې څخه تر ١٥ نيټې پوری د هه نان ولايت په جنګ جو ښار کې جوړه شي. ددغه سازمان د غړيو هيوادونو ، کتونکو هيوادونو حکومتي مشران او اړوندو نړيوالو سازمانونو مسؤلين به په کې برخه واخلي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به په ډله ييزه توګه له دوي سره ملاقات وکړي او صدراعظم لي که چيانګ به د دغې غونډې مشري وکړي.
د خبر له مخې افغانستان د دغه سازمان د کتونکي هيواد په توګه په کې ګډون کوي.
_زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |