CRI Online

لي که چيانګ د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د حکومتي مشرانو شورا د ١٤مې غونډې په مېلمستيا کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2015-12-15 08:50:40

د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د چين صدراعظم لي که چيانګ د دسمبر په ١٤مه نېټه د چين د هه نان ولايت په جنګ جو ښار کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د حکومتي مشرانو شورا د ١٤مې غونډې په مېلمستيا کې ګډون وکړ.د روسيې،قزاقستان،قرغيزستان،تاجکستان،ازبکستان،پاکستان،افغانستان او مغولستان مشرانو هم په کې ګډون درلود.

لي که چيانګ په خپله وينا کې وويل چې په تېرو ١٤ کلونو کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د دوستۍ او همکارۍ پر لار ټينګار کړی او د متقابل باور او مساوات پر بنسټ د سلامشورو له لارې د هېوادونو ترمنځ اړيکې حلې کړي چې د سيمه ييز او نړيوال ثبات،سولې او سمسورتيا لپاره يې رول لوبولی دی.هغه زياته کړه چې د دې سازمان د غړو هېوادونو او د پلټونکو هېوادونو مشرانو او د اړوندو نړيوالو ارګانونو مسؤلانو په روانه غونډه ګډون کړی او له دې څخه د دې سازمان اغېزه څرګندېږي.چين هيله لري چې د دې غونډې له لارې به د انرژۍ په برخه کې نړيواله همکاري پياوړې شي او بېلا بېل هېوادونه به د ګډې پاملرنې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو تبادله وکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای