د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د چين صدراعظم لي که چيانګ د دسمبر په ١٥مه نېټه په جنګ جو ښار کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د صدراعظمانو د ١٤مې غونډې مشري وکړه.هغه د ٦ همکاريزو ميدانونو د جوړولو وړانديز وکړ.
لومړۍ،د امنيت او همکارۍ ميدان دې ټينګ شي او د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د سرحدي دفاعي همکارۍ د پياوړتيا موافقه ليک دې پلی شي.دوهم،د انرژۍ په برخه کې د همکارۍ ميدان دې جوړ شي.درېيم،د متقابلې تبادلې او همکارۍ ميدان دې جوړ شي.څلورم،د پولي همکاريز ميدان د نوښت لپاره دې کوښښ وکړي.پنځم،سيمه ييز سوداګريز همکاريز ميدان دې جوړ شي.شپږم،د ټولنې او د خلکو ژوند په برخو کې د همکارۍ ميدان دې جوړ شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |