CRI Online

لي که چيانګ له عبدالله عبدالله سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2015-12-15 20:12:32

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د دسمبر د ١٥ مې نېټې په ماسپښين د چين په جنګ جو ښار کې د افغانستان له اجرائيوي رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله سره وکتل.

لي که چيانګ وويل، چين او افغانستان لرغوني دوستانه او ګاونډي هېوادونه دي. دواړو هېوادونو د خپلمنځي سياسي اړيکو د ټينګېدو له شپېتو کلونو راهيسې يو د بل پوهاوی کړی، يو پر بل يې اعتماد کړی او يو له بل څخه يې ملاتړ کړی او کوي يې. چين به په ټينګه سره د افغانستان په اړه دوستانه تګلارې غوره کړي، د افغانستان د حکومت له هغو کوششونو څخه به ملاتړ وکړي کوم چې د ملي خپلواکۍ، حاکميت او د ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلو په موخه يې ترسره کوي، په بېلابېلو ساحو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ پياوړې کړي او له افغانستان سره به د سولې او بيارغونې، خپلواک پرمختګ، د خلکو د ژوند د ښوالي او د دايمي ارامۍ لپاره مرسته وکړي .

لي که چيانګ دې ته هم اشاره وکړه، چې اقتصاد ته پرمختګ ورکول د افغانستان د امنيت او ثبات د رامنځته کولو لپاره مهمه لاره ده. چين په افغانستان کې د چيني تصديو له پانګونو څخه ملاتړ کوي او د ترافيک، د اوبو او بياپيدا کېدوونکو سرچينو،او د بشري سرچينو د روزلو، د ترهګرۍ پرضد د مبارزې او د امنيت ساتلوپه شمول زياتو برخو کې به خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

لي که چيانګ پردې ټينګار وکړ، چي چين د افغانستان د سولې او روغې جوړې له هغه بهير څخه ملاتړ کوي کوم چې د افغانانو په لاس کې وي او همدوی به يې مشري کوي. دغه راز د افغانستان د مسئلې په برخه کې د شانګهای همکارۍ سازمان له مثبت رول څخه ملاتړ کوي او د شانګهای همکارۍ سازمان تر چوکاټ لاندې د بېلابېلو برخو په همکارۍ کې هم د افغانستان د ګډون هرکلی کوي.

عبدالله عبدالله وويل، چين تل د افغانستان اعتباري ملګری او همکار دی.چين د خپلو اغېزو په کارولو سره د افغانستان د سوله ييزو خبرو اترو، د سولې بهير او بيارغونې لپاره هڅې کړي او دغه هڅې دا د سيمې د سولې او ثبات لپاره ډېرې ګټورې دي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای