د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د دسمبر په ۱۵مه نېټه د هه نان ولايت د چنګ جو ښار د نړيوالو غونډې په مرکز کې د شانګهای همکارۍ سازمان د صدراعظمانو د څوارلسمې غونډې له ګډون کوونکو سره يو ځای په خبري ناسته کې ګډون وکړ.
صدراعظم لي که چيانګ وويل، چې د دغه سازمان د غړيو هېوادونو ترمنځ متقابل باور ژور او همکارۍ نژدې شوې دي. په دغه غونډه کې زياتې لاسته راوړنې تر لاسه شوې دي. بېلا بېلو خواوې د دغه سازمان په چوکاټ کې د همکاريو د پياوړتيا په هکله ګډو نظريو ته رسېدلي دي. ګډون کوونکو موافقه وکړه چې دغه سازمان بايد په هره ساحه کې د همکاريو د پياوړتيا، د پانګونې او سوداګرۍ د چاپيريال د ښه والي او د اقتصادي پرمختګ د طرزونو د بدلولو لپاره زيار وباسي، تر څو د بېلا بېلو هېوادونو او د دې سيمې سوله، پرمختګ او سمسورتيا وساتل شي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |