CRI Online

د چين او سعودي عربستان مشرانو د يان بو د پطرو تصفيه خانې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2016-01-21 17:38:36

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، له سعودي عربستان څخه تر ٢٥ ساعتني سفر وروسته، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ د شلمې نېټې په مازديګر قاهرې ته ورسېد او له مصر څخه يې خپل رسمي سفر پيل کړ. له دې څخه مخکې، رئيس شي جين پينګ د سعودي عربستان له چاپا محمد بن سليمان سره د يان بو د پطرو تصفيه خانې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ چې دا په سعودي عربستان کې د چين تر ټولو د پانګونې پروژه ده. د يادولو وړ ده چې د سعودي عربستان او مصر مشرانو د رئيس شي جين پينګ د سفر لپاره هغه ځانګړي ترتيبات ترسره کړل چې د خبري رسنيو لخوا د پاچا ماڼۍ ډيپلوماسي بلل کېږي.

(اواز) د جنورۍ د شلمې نېټې له غرمۍ وروسته د سعودي عربستان په پلازمينه رياض کې د عبدلله پاچا د نفتو په څېړنيز مرکز کې رئيس شي جين پينګ له پاچا سليمان سره يو ځای د پيل بټن کليک کړی او په دې توګه د يان بو د پطرو تصفيه خانې په رسمي توګه په کار ولوېده. په دغو مراسمو کې يوه ويډيو هم خپره شوه چې د دې فابريکې پروژې په ځای کې د سعودي عربستان او چين کارکوونکو د بل هېواد په ژبه دواړو هېوادونو مشرانو ته سلامونه وايي. (اواز)

د سعودي عربستان د يان بو د پطرو تصفيه خانه د چين په بهر کې د چين د سينوپيک شرکت لومړۍ لويه پروژه ده. دغه پروژه د چين د ياد شرکت او د سعودي عربستان د نفتو له شرکت سره په ګډه ترسره کېږي چې عمومي پانګونې يې نهه مليارډو دوو سوو مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلې دي. رئيس شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه، دغه فابريکه نه يوازې د انرژۍ چارو د ښه والی په اړه د سعودي عربستان د پرمختګ له دولتي ستراتيژۍ سره سمون خوري، بلکې د ورېښمو لارې پر غاړو له پراتو هېوادونو سره د چين د همکارۍ هڅولو په اړه له نظريو سره هم سمون لري. دواړه خواوې د همکارۍ نور زيات فرصتونه لري چې د سوداګرۍ ، اقتصاد او انرژۍ په برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ د پياوړتيا او د دواړو خواوو د ستراتيژيکو اړيکو د ټينګښت لپاره لا زيات خدمتونه ترسره کړي.

له سعودي عربستان څخه د رئيس شي جين پينګ د دغه سفر په ترڅ کې، د دې هېواد پاچا سليمان چې نږدې اتيا کلن دی، تل له شي جين پينګ سره ملګرتيا پللې. له دې نه پرته، هغه شي جين پينګ ته بلنه ورکړه چې له مربع ماڼۍ څخه هم ليدنه وکړي.

(اواز) مربع ماڼۍ د سليمان پلار يعنې د سعودي عربستان د لومړۍ پاچا عبدالله عزيز ماڼۍ ده، سليمان هم په دې ماڼۍ کې زېږېدلی، دغه ماڼۍ د سعودي عربستان د پاچاهي کور موزيم بلل کېږي. د جنورۍ د شلمې نېټې په غرمه، رئيس شي جين پينګ د پاچا سليمان په ملګريتوب له دې ماڼۍ څخه ليدنه وکړه او دلته يې د سعودي عربستان عنعنوي ننداره وکتله او د دغه هېواد ځانګړي خوراکونه يې هم وخوړل. دواړو مشرانو له دولتي چارو نه پرته په خوشحاله توګه يوه تفريحي موده تېره کړه. رئيس شي وويل

(( له پاچا څخه ډېره مننه کوم چې ما ته يې له دې ماڼۍ څخه د ليدنې فرصت راکړ او ما هغه د يوه ملګري په توګه بولي.... ))

رئيس شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې له مربع ماڼۍ څخه د سعودي عربستان د ساختمانۍ عنعنوي کلتور او ځانګړتياوې ښکاري او له دې ځای څخه د عرب قوم اتلتوب احساس کېږي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې له سعودي عربستان څخه د ده سفر ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي. دواړه هېوادونه به په راتلونکي کې د هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو د ټينګېدو فرصت په کارولو سره د دواړو مشرانو موافقې او برياليتوبونه ښه تطبيق کړي تر څو په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو خواوو همکاري لا وهڅول شي.

کله چې رئيس شي جين پينګ د همدې ورځې په مازديګر قاهرې ته ورسېد، د مصر ولسمشر عبدالفتح السيسی هم د دې هېواد په پاچاهي ماڼۍ کې د رئيس شي لپاره مېلمستيا وکړه. رئيس شي جين پينګ له السيسی څخه مننه وکړه او و يې ويل

(( ډېر خوشحاله يم چې مصر ته سفر کوم، دا زما دايمي هيله ده او نن ورځ دغه هيله عملي شوېده))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای