CRI Online

په تهران کې د ښکلی چين په نوم د انځورونو نندارتون پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2016-01-23 20:15:05

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جنورۍ په ٢٢ مه نېټه د ايران د پلازمينې تهران په ملي کتابتون کې د ښکلي چين په نوم د انځورونو نندارتون پرانيستل شو.

د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر رئيس جيانګ جيان ګوه د دغو انځورونو نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، چې ايران د ٢٠١٦ کال لپاره بهرنيو هېوادونو ته د چين د مشر د سفرونو لومړی هدف دی چې له دې څخه له ايران سره خپلمنځي اړيکو ته د چين د حکومت په درنه سترګه کتنه ښکاري. باور لرو چې د رئيس شي جين پينګ روان سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ پياوړې کړي.

په نوموړي انځوريز نندارتون کې د چين د ښکليو منظرو، تاريخ او اوسني پرمختګ په اړه ګڼ شمېر په زړه پورې انځورونه نندارې ته وړاندې شوي چې له دې امله به د چين په هکله د ايرانيانو معلومات او پوهه زياته شي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای