CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ايران له ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه ای سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2016-01-24 09:38:12

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جنورۍ په ۲۳مه نيټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په تهران کې د ايران له ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه ای سره وکتل.

رئيس شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه: د چين او ايران ترمنځ دوستي ډېر لرغونی تاريخ لري چې په ستونزمن وخت کې يو له بل سره مرسته او د متقابلو ګټو پر بنسټ سره واقعي همکاري کوي. اوس مهال د چين او ايران ترمنځ اړيکې له نوي پرمختيايي فرصت سره مخامخ دی. چين تل د ايران لپاره د اعتماد وړ همکار دی او هيله لري چې له ايران سره په بېلا بېلو ساحو کې واقعي همکاري وکړي. چين او ايران د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ همکاران دي. چين غواړي د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې له ايران سره د بنستيزو تاسيساتو ابادي، ترانسپورټي تګ راتګ، توليدي توان او انرژۍ په شمول څو برخو کې همکاري وکړي څو چې د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسېږي.

ښاغلي خامنه ای څرګنده کړه چې ايران د چين لخوا د تر لاسه شويو برياليتوبونو ستاينه او د اوږدې مودې راهيسې د چين له ملاتړ څخه مننه کوي. ايران غواړي چې له چين سره د هراړخيزې ستراتيژۍ همکارۍ خپلمنځي اړيکې په هره ساحه کې پلې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د واقعي همکارۍ نوي ګامونه پورته کړي. ايران د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې ډېر مهم هېواد دی. ايران هيله لري چې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په بهير کې لا لوی او مهم رول ولوبوي. چين په نړۍ کې يو لوی اغېزمن لرونکی هېواد دی. ايران غواړي له چين سره د خپلمنځي همغږۍ په پياوړتيا سره د سيمې امنيت، سوله او ثبات په ګډه توګه وساتي.

( سپوږمۍ)

.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای