د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پروسږ کال د شينجيانګ د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت نهه سوه او دوه دېرش مليارډه او څلور سوه او اتيا مليونو يوانو ته رسېدلی و چې دا د دوه زره او څوارلسم کال په پرتله اته اعشاريه اته سلنه زيات و، دغه راز د شينجيانګ د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت د زياتوالي انډول د نورو څلورو شمال لوېديځو ولايتونو په پرتله لوړ و.
پروسږ کال د شينجيانګ اقتصادي پرمختګ د اقتصادي ميکانيزم د تنظيمولو او د اقتصادي حالاتو د ترينګلي کېدو په ګډون له ډېرو ستونزو سره مخامخ و. څو سږ کال د شينجيانګ حکومت د اقتصاد د ثابت پرمختګ، د اقتصادي جوړښت د ښه والي، د اقتصادي نوښت د هڅونې او وګړو د ژوند سويې د لوړوالي لپاره پنځوس تدبيرونه نيولي دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |