CRI Online

د شينجيانګ د کلتوري تبادلې پلاوي په سترابورګ کې له بېلا بېلو اروپايي ارګانونو څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2016-05-27 09:38:58

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د شينجيانګ د کلتوري تبادلې پلاوي د مې په ٢٦مه نېټه د فرانسې په سترابورګ کې د بېلا بېلو اروپايي ارګانونو او د ځايي حکومت او پوهنې ټولنې له شخصيتونو سره خبرې اترې وکړې.

دغه پلاوي په همدې ورځ له اروپايي کميسيون، د اروپا د بشري حقونو محکمې، اروپايي پارلمان، د سترابورګ له ښاروالۍ څخه ليدنه وکړه او د دغو ارګانونو مسئولانو ته يې د چين قومي او مذهبي تګلارې بيان کړې په تېره بيا په شينجيانګ کې د دغو تګلارو د تطبيق حالت او په وروستيو کلونو کې د اقتصاد او ټولنې په برخو کې د شينجيانګ لخوا تر لاسه شوي برياليتوبونه يې ورته معرفي کړل.

د دغو اروپايي ارګانونو مسئولانو د چين د قومي او مذهبي تګلارو لوړه ستاينه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې شينجيانګ ته به سفر وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای