پر ځايي وخت د جون په ١٦مه نېټه، د صربيا په پلازمينه بلګراد کې د ٢٠١٦ کال لپاره د چيني فلمونو د اونيز فعاليت پرانيستونکی مراسم تر سره شول. د فعاليت پر مهال به ځيني د هرکلي وړ چيني فلمونه وښودل شي.
د دغه فعاليت د تر سره کېدو وخت صربيا ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له رسمي سفر سره برابر دی. د دې فعاليت موخه دا ده چې د فلمونو د جوړونې او کلتور په برخو کې د چين نوي پرمختګونه د صربيايانو ته وروپېژندل شي او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د دوستۍ په اړه ښکلې خاطرې راوپاڅول شي.
د چين نړيوالې راډيو مشر وانګ ګنګ نيان د فعالت په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون درلود او په خپله وينا کې يې هيله وښودله چې د چيني فلمونو اوونيز فعاليت د فلمونو په برخه کې د چين او صربيا ترمنځ تګ راتګ او همکاري او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ تفاهم او دوستي پياوړې کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |