CRI Online

شي جين پينګ د صربيا له ولسمشر سره ملاقات وکړ

cri     (GMT+08:00) 2016-06-18 15:51:52

شي جين پينګ د صربيا له ولسمشر سره ملاقات وکړ

د روانې مياشتې په ١٧ نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د صربيا له ولسمشر درګيسا نيکوليک سره په بلګراد کې ملاقات وکړ. کله چې شي جين پينګ او د ده ميرمن پنګ لي يوان صربيا ته ورسيدل د صربيا ولسمشر او د ده ميرمن دراجي له تاوده هرکلي سره مخامخ شول. شي جين پينګ د صربيا د حکومت او خلکو د تاوده هرکلی او دوستۍ له امله مننه څرګنده کړه. دواړو مشرانو د ګډې علاقې وړ مسئلو په اړه د نظريو تبادله وکړه.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې چين او صربيا عنعنوي دوستي لري ، د ورځې او شپې دوستان دي او د وروڼو اړيکې لري. نيکوليک د چين د سوسياليستي ابادۍ او اصلاحاتو او ورخلاصون په پروسه کې د لاسته راوړنو لوړه ستاينه وکړه اوخوشالي يې څرګنده کړه چې صربيا د چين له خوا عنعنوي دوست او رښتيا ملګری بلل کيږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای