د چين او صربيا ترمنځ هراړخيزې ستراتيژيکې دوستانه اړيکې ټينګې شوې
د روانې مياشتې په ١٨ نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بلګراد کې د صربيا له ولسمشر نيکوليک سره خبرې اترې وکړې. دواړو مشرانو د خپلمنځيو اړيکو او د ګډې علاقې وړ نورو مسئلو په اړه د نظريو تبادله وکړه او پراخې موافقې ته ورسيدل. دواړو مشرانو پريکړه وکړه چې د چين او صربيا ترمنځ هراړخيزې ستراتيژيکې دوستانه اړيکې ټينګې شي چې د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکې يوې نوې سويې ته لوړې شي.
دواړو مشرانو په اتفاق سره پريکړه وکړه چې چين او صربيا هراړخيزې ستراتيژيکې دوستانه اړيکې جوړې کړي، د چين او صربيا ترمنځ عنعنوي دوستۍ ته نوی خوځند قوت ورکړي او د هراړخيزې همکارۍ له لارې د دواړو هيوادونو خلکو ته واقعي ګټې ورسوي.
_زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |