د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د صربيا د خبري رسنيو لوړ پوړو چارواکيو د جون په ١٧مه نېټه وويل، چې د صربيا خبري رسنو په دې هېواد کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ سفر ته په درنه سترګه ګوري، او د ورځپاڼو په مهمو برخو، د راډيويي او تلويزيوني خپرونو په مهمو مودو کې او د ويبپاڼو په مهمو ځايونو کې يې په پوره او هراړخيزه توګه په صربيا کې د رئيس شي د فعاليتونو په اړه راپورتاژونه ورکړی او هيله يې وښودله چې د رئيس شي دغه سفر بريالی شي.
د چين او صربيا د خبري رسنيو په ناسته کې د صربيا د عمده خبري رنسيو لسګونه لوړ پوړو چارواکو وويل، چې د دواړو هېوادونو خبري رسنۍ به د رئيس شي د دغه سفر په اړه د راپورتاژ لپاره نژدې همکارۍ وکړي. غوښتنه يې هم وکړه چې د چين او صربيا د خبري رسنيو ترمنځ همکارۍ نژدې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ کلتوري تګ ارتګ پياوړی کړي، څو چې د چينايانو او صربيايانو غږونه نړۍ ته ورسول شي.
د سينهوا اژانس، سي سي تي وي، د چين ورځپاڼې، د چين نړيوالې راډيو او د سينهوا ويبپاڼې مسئولينو په دې ناسته کې ګډون کړی و.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |