CRI Online

شي جين پينګ له پولنډ څخه رسمي ليدنه پيل کړه

cri     (GMT+08:00) 2016-06-20 08:31:47

 


شي جين پينګ او د هغه مېرمن له الوتکې څخه د راکوزېدو په حال کې

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، پر ځايي وخت د جون په ١٩ مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ورسا ته ورسيد او له پولنډ څخه يې رسمي ليدنه پيل کړه.

پر ځايي وخت د همدې نېټې د مازديګر په پنځه بجو او پنځه ويشت دقيقو شي جين پينګ د ځانګړې الوتکې له لارې د ورسا اوکيسي پوځي هوايي ډګر ته ورسيد. د پولنډ بهرنيو چارو وزير او د ولسمشر دفتر رئيس په هوايي ډګر کې د شي جين پينګ هرکلی وکړ.

شي جين پينګ پولنډيانو ته سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړې او خپلو خبرو کې يې دې ته اشاره وکړه چې پولنډ له هغو هېوادونو څخه يو دی چې ډېر پخوا د چين دولت ومانه او سياسي اړيکې يې ورسره ټينګې کړې دي. چين او پولنډ د خپلمنځي اړيکو د ټينګېدو له تېرو اوو شپېتو کلونو راهيسې تل پر متقابل درناوي او مساوت ټينګار کړی او په دې وروستيو کلونو کې دغه اړيکې ستراتيژيکو اړيکو ته لوړې شوې دي. چين له پولنډ سره خپلمنځي اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي چې خپلمنځي دوستي لاټينګه کړي او خپلمنځي همکارۍ نورې هم پراخې کړي.

له پولنډ څخه تر ليدنې وروسته به شي جين پينګ ازبکستان ته په رسمي سفر ولاړ شي او په تاشکند کې به د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په شپاړسمه غونډه کې ګډون وکړي.(زرينه)


  د ورسا اوکيسي پوځي هوايي ډګر کې د شي جين پينګ او د هغه مېرمن پنګ لي يوان د هرکلي مراسم ترسره شول  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای