د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت د جون په ۲۰مه نيټه په تاشکند کې يوه خبري ناسته جوړه کړه چې پکې يې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو مشرانو شورا د ۱۶مې غونډې اجنډا خپره کړه.
د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال انور نصيروف په ياده خبري ناسته کې وويل چې د ټاکلې اجنډا له مخې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو مشران به په بېلا بېلو برخو کې د متقابلو ګټو پر بنسټ د خپل منځي همکارۍ او نړيوالو او سيمه ييزو لويو مسئلو په هکله د نظريو تبادله وکړي. په دغه غونډه کې به د منځنۍ اسيا د ثبات او امنيت پر پياوړتيا، له نورو نړيوالو سازمانونو او هېوادونو سره د ياد سازمان د اړيکو پر پراختيا او له کتونکو هېوادونو او ديالګ همکارانو سره پر واقعي همکارۍ بحثونه وشي.
(سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |