د روانې مياشتې په ٢٢ نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په تاشکند کې د ازبکستان له ولسمشر اسلام کريموف سره خبرې اترې وکړې. دواړو مشرانو د چين او ازبکستان ترمنځ عنعنوي دوستي او د دوه اړخيزو اړيکو موفقيتونه وستايل او پريکړه يی وکړه چې د چين او ازبکستان ترمنځ اړيکې په هر اړخيزو ستراتيژيکو او دوستانه اړيکو بدل کړي.
دواړو خواوو موافقه وکړه چې د خاورو بشپړتيا حاکميت امنيت او کليدي مسئلو په برخو کې يو له بل څخه ملاتړ کوي، د متقابلې خوا له انکشافي لارې څخه ملاتړ کوي او د مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه به تبادله پياوړې کړي.
له خبرو اترو وروسته دواړو مشرانو د چين د ولسي جمهوريت او د ازبکستان جمهوريت ګډه اعلاميه لاسليک کړه.
_زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |