CRI Online

شي جين پينګ وويل شنې، روغتيايي،مناسبې او سوله ييزې وريسمينې لارې به جوړې شي

cri     (GMT+08:00) 2016-06-22 21:38:01

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ٢٢مه نېټه د ازبکستان په ولسي جرګه کې وويل موږ بايد د چاپيريال ساتنې په چارو کې همکارۍ ټينګې کړو، د شنې پرمختيا پر نظريې دې ټينګار وکړو، د ايکلوژيکی چاپريال د ساتنې اندازه پياوړې کړو، د شنې وريښمينې لارې دې جوړې کړو، د روغتيا په برخه کې دې همکارۍ پياوړې کړو، د ساري ناروغۍ د خبرتيا ورکولو، د ناروغۍ د مخنيوي او د درملنې او ژغورنې او د طبي درملونو په ساحو کې دې همکارۍ نژدی کړو چې د شنې وريښمينې لارې جوړې کړو، برسيره پر دې د استعداد لرونکو کسانو د روزنې په ترڅ کې به همکارۍ ټينګې کړو چې د مناسبې وريښمينې لارې جوړې کړو، د امنيت ساتلو په چارو کې به همکارۍ پياوړې کړو چې سوله ييزې وريښمينې لارې جوړې کړو.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای