CRI Online

د ازبکستان په تقنيني شورا کې د رئيس شي جين پينګ وينا له توده غبرګون سره مخامخ شوه

cri     (GMT+08:00) 2016-06-23 09:32:50
د ازبکستان په تقنيني شورا کې د رئيس شي جين پينګ وينا له توده غبرګون سره مخامخ شوه

د روانې مياشتې د ٢٢ نيټې له غرمې وروسته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ازبکستان په تقنيني شورا کې وينا وکړه چې د پارلمان غړيو له لوړو ستاينو او تود غبرګون سره مخامخ شوه. شي جين پينګ په خپله وينا کې د چين او ازبکستان ترمنځ د اړيکو د پرمختګ او د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو په اړه يو لړ نوی پېشنيهادونه وړاندی کړل. د ازبکستان د تقنيني شورا د بودجې او اقتصادي اصلاحاتو کميټې غړي تورياکوف وويل چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ وينا به نه يوازی د ازبکستان او چين اقتصادي او ټولنيز پرمختګ وهڅوي بلکې د سيمې سمسورتيا به هم پياوړی کړي. زموږ ټول پارلماني غړي د ده له وړانديز څخه ملاتړ کوي.

_زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای