CRI Online

اغلې پنګ لي يوان د ازبکستان د ولسمشر له مېرمنې تاتيانا کريموف سره په ګډه په تاشکند کې له کنفوسيوس پوهنځي څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2016-06-23 10:24:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د جون د ٢٢مې نيټې په ماښام د چين د دولت رئيس مېرمن پنګ لي يوان د ازبکستان د ولسمشر له مېرمنې تاتيانا کريموف سره په ګډه په تاشکند کې له کنفوسيوس پوهنځي څخه ليدنه وکړه.

اغلې پنګ لي يوان د مېرمنې کريموف په ملګرتيا سره ياد پوهنځي ته ورسيده.د تاشکند د دولتي ختيځ انستيتيوټ مشر او د دې پوهنځي چيني او بهرنيو مشرانو او زده کوونکو پوهنځي ته د دوي د ورتګ هر کلی وکړ.

د دې پوهنځي په کتابتون کې د ازبکستان لورې مشر د دې کتابتون په باب معلومات وړاندې کړل او دغه راز اغلې پنګ لي يوان په بسپنې توګه د چين له خوا برابر شوي کتابونه ياد پوهنځي ته ډالۍ کړل.

د تاشکند د کنفوسيوس پوهنځی په منځنۍ اسيا کې لومړی کنفوسيوس پوهنځی دی. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای