د سينهوا اژانس د خبر له مخې د جون په ٢٣مه نيټه د ماسپښين په دوو بجو د جيانګ سو ولايت د يان چنګ ښار د فو نيګ او شه يانګ ولسواليو په ځينو سيمو کې د طوپان له امله لږ شمېر علاقه دارۍ او کلي زيانمن شوي او ځيني کورونه، فابريکې ، د ښوونځيو ودانۍ او سړکونه ويجاړ شوي دي. د همدې ورځې د شپې په نهو بجو او دېرشو دقيقو پورې د دې طوپان له امله اته اويا تنه مړه او شاوخوا پنځه سوه تنه نور ټپيان شوي دي.
تر دې ناورين وروسته د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټه او دولتي شورا دغې پېښې ته په درنه سترګه ګوري.د چين د دولت رئيس شي جين پينګ چې اوس مهال له ازبکستان څخه په ليدنې بوخت دی او د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشريزه غونډه کې ګډون کوي،د دې پېښې په هکله هدايت ور کړ او غوښتنه يې وکړه چې دولتي شورا دې د ژغورنې کارونو د تر سره کولو لپاره طوپان ځپلو سيمو ته يوه کاري ډله وليږي او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې او دولتي شورا په استازيتوب دې د ناورين ځپلو وګړيو څخه د حال واحول پوښتنه وکړي.
د دې ترڅنګ د چين صدراعظم لي که چيانګ هم د دې پېښې په هکله اړوند ادارو ته لارښوونه کړې ده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |