د خلکو ورځپاڼې د خبر له مخې: د شينجيانګ د اويغور خودمختارې سيمې او له شينجيانګ سره د بيجينګ د مرستې دفتر تر ملاتړ لاندې د شينجيانګ د شديق شرکت تازه په بيجينګ کې د شينجيانګ له بی وزلۍ سره د مرستې لپاره د نوښت او کارونو فرصتونه پيل کړل چې په بيجينګ کې به د شينجيانګ د ځانګړو ميوو د پلورلو لپاره ٣٠٠ ګرځنده موټرونه جوړ کړي او د شينجيانګ په جنوب کې د لږ کيو قومونو اوسيدونکو ته د ګمارنې فرصتونه برابر کړي او له بی وزلو کورنيو سره مرسته وکړي.
د مالوماتو له مخې هر دغه ګرځنده موټرونه به د شينجيانګ د لږ کيو قومونو د دوو بی وزلو محصلينو او په بيجينګ کې د شينجيانګ د مزدوری کوونکي پر غاړه وي. نو دغه پلان به د لږ کيو قومونو ٦٠٠ تنو اوسيدونکيو ته د کارونو فرصتونه برابر کړي او له ٦٠٠ بی وزلو کورنيو سره مرسته وکړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |