CRI Online

د ٢٠١٦ کال د ورېښمو لرغونې لارې علمي پېژندنې په رسمي توګه پيل شوې

cri     (GMT+08:00) 2016-09-01 15:13:49

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ٢٠١٦ کال د ورېښمو لرغونې لارې علمي پېژندنې چې د ورېښمو لارې په اړه د شينجيانګ د نړيوال کلتور د تبادلې او پرمختګ مرکز لخوا ترتيب شوی، د سپتمبر له لومړۍ نېټې څخه تر لسمې نېټې پورې به په شينجيانګ کې ترسره شي. د اګست د ٣١مې نېټې تر غرمې وروسته دغه علمي ډله د شينجيانګ کشغار ته ورسېدله. د ورېښمو د لرغونۍ لارې څېړونکی، او د لرغون پېژندنې په اړه کارپوهان چې د چين د علومو اکاډمۍ، د بېجينګ پوهنتون، د خلکو پوهنتون، د فو دان پوهنتون او جونګ شان پوهنتون په شمول د مشهورو پوهنتونونو څخه راغلی، په دې ډله کې شامل دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای