CRI Online

د ورېښمو لارې په نامه چين ته د مشهورو شخصيتونو سفر په شينجيانګ کې پيل شو

cri     (GMT+08:00) 2016-09-23 10:26:24

د چين د نړيوالې راډيو مرستيال شيا جي شيوان

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ورېښمو لارې په نامه چين ته د مشهورو شخصيتونو سفر د سپتمبر په دوه ويشتمه نېټه د شينجانګ د اويغور خپلواکې سيمې د اروموچي په ښار کې پرانستل شو. د ترکيې، المان، مصر، اردن او افغانستان لسګونه مشهور شخصيتونه به په راتلونکې يوه اوونۍ کې له شينجيانګ څخه ليدنه وکړي او د شينجيانګ ځانګړتيا لرونکی کولتور به له نژدې احساس کړي.

د مالوماتو له مخې، دغه شخصيتونه به په راتلونکې يوه اوونۍ کې د چين - اسيا - اروپا نندراتون، د شينجانګ د ښوونکو پوهنتون، جوماتونو، موزيم، اسلامي ښوونځي، د ټولنيزو علومو اکاډمۍ څخه لېدنه وکړي او د دې تر څنګ تورفان او قارمايي ته به هم سفرونه ولري او د شينجيانګ د بېلا بېلو ټولنو له استازو سره به خبرې اترې او ډيالوګ وکړي.

دغه فعاليت د چين نړيوالې راډيو، د شينجيانګ حکومت د مطبوعاتي دفتر او د جونګ هوا ويبپاڼې لخوا په ګډه جوړ شوی دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای