CRI Online

د شينجيانګ په موزيم کې ځيني توکي په افغانستان کې هم تر سترګو کېږي

cri     (GMT+08:00) 2016-09-24 18:51:24

د ورېښمو لارې د مشهورو شخصيتونو په سيلانيز فعاليت کې ګډون کوونکو د سپتمبر په ٢٣مه نېټه سهار د شينجيانګ له موزيم څخه لېدنه وکړه چې په کې په زر ګونو کلونو مخکې د شينجيانګ ډول ډول تاسيسات او توکي ښودل شوي. د افغانستان د کابل نيوز عمومي رئيس جيلاني ځواک وويل د شينجيانګ په موزيم کې قومي جامې، لرغونی پيسی، د ښکار کولو لپاره لرغونی وسلې او ځيني توکي د افغانستان په موزيم کې هم تر سترګو کېږي. له دې څخه څرګندېږي چې د لرغونې وريښمينې لارې په اوږدو کې د دواړو ګاونډيو او دوستی هېوادونو په توګه چين او افغانستان نژدی قومونه، کولتورونه او تاريخ لري او د دوستی تګ راتګ تاريخي سرچينې هم لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای