CRI Online

د داوس د نړيوال اقتصاد فورم کلنۍ غونډه به څلورو ننګونو ته پاملرنه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-01-11 14:57:01

د نړيوال اقتصاد فورم جوړونکي او اجرائيوي رئيس کلوس سواب د روانې مياشتې په لسمه نېټه په ژنيو کې اعلان وکړ چې د ٢٠١٧ کال لپاره د نړيوال اقتصاد فورم کلنۍ غونډه به د روانې مياشتې له ١٧مې نيټې څخه تر شلمې نيټې پورې د سويس په داوس کې تر سره شي چې عمده مضمون يې له اوسني حالت سره سم د خپلې دندې پر غاړه اخيستل دي. د دې ترڅنګ هغه اعلان وکړ چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د دې فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي او وينا به وکړي چې دا د اهميت وړ دی.

پر ځايي وخت د روانې مياشتې د لسمې نيټې په ماښام د نړيوال اقتصاد فورم د سويس د ژنيو په مقر کې يوه خبري ناسته تر سره کړه.د دې فورم اجرائيوي رئيس سواب په دې ناسته کې وويل چې زمونږ په نړۍ کې ډېر بدلونونه راغلي دي او پر دې مهال د ټولنې، استخدام او ملت په اړه عنعنوی نظرونه هم له ډېرو ننګونو سره مخامخ دي.د دې حالت پر وړاندې مونږ له دغو ننګونو سره د مقابلې لپاره يو نوی او مسئولانه مشرتابه بڼې ته اړتيا لرو .هغه پر دې ټينګار وکړ چې دا د سږنې غونډې د عمده مضمون د ټاکلو لامل هم دی.هغه وويل (اواز.......) دا څه معنی لري؟ يعنې د يوه مشر په توګه تاسې بايد په چټکۍ سره د ډېرو مسئلو په اړه غبرګونونه وښيئ او د نورو وړانديزونه واورئ او پر نورو اغيزه وکړئ. دا کافي نه ده چې يوازې وړانديزونه واورئ، تاسې بايد سمدستي چلند وکړئ او پرېکړه وکړئ.

د ده د معلوماتو له مخې تر دې مضمون لاندې سياستوال، صنعتګران،ټولنيز مشران به په ٢٠١٧ کال کې څلورو ننګونو ته پاملرنه وکړي يعنې د نړيوال اقتصاد پرمختګ به څنګه بېرته اعاده شي تر څو د پرمختګ د ټيټ انډول او د ځوانانو بې کارۍ مسئلې حل شي. څنګه هغه مسئلې حل شي چې يوازې اوسنيو او ځاني ګټو ته پاملرنه پکې کيږي او فساد کله نا کله رامنځته کيږي.څنګه د څلورم صنعتي انقلاب د چمتوالي کارونه تر سره شي او څنګه د نړيوالې همکارۍ ميکانيزم بيا جوړ شي تر څو د نړيوال کېدو د مخنيوي لپاره له عملونو سره مقابله وشي.د ده په اند په څلورو ننګونو کې د نړيوالې همکارۍ پياوړتيا ډېره مهمه ده. هغه وويل (اواز............) هميشه د نړيوال کېدو او د نړيوال نه کېدو پر نظرونو حيرانيږم . البته مونږ بايد د بل عادلانه بازار د موجوديت لپاره هڅه وکړو او د بازاري ورخلاصون د ساتلو لپاره به هم کوشش وکړو.ځکه چې موږ په يوه ګډه نړيواله ډله کې برخه اخلو او يو پر بل اغيزه کوو.که نه يوه ګډه نړيواله ډله به له برياوو يا ناکامۍ سره مخامخ وي.

سواب اعلان وکړ چې د نړيوال کېدو د همکارۍ د پرمخبيولو د يوې مهمې بېلګې په توګه به د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نړيوال اقتصادي فورم د کلنۍ غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وينا وکړي چې دا د اهميت وړ ده.هغه له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې په ١٩٧٩ کال کې په دې فورم کې د چين له ګډون راهيسې د نړيوال اقتصادي فورم او چين ترمنځ اړيکې نژدې شوي دي. د ده په اند د رئيس شي جين پينګ په مشرۍ په دې فورم کې د چيني پلاوي له ګډون څخه د دې غونډې عمده مضمون ښکاريږي.هغه وويل (اواز..........) مونږ د څو قطبيز سياسي او اقتصادي جوړښت د جوړولو په بهير کې يو. د اقتصادي ځواک په برخه کې به چين ژر له امريکا سره برابر وي .نو ځکه مې اټکل وکړ چې رئيس شي جين پينګ به له نړيوالو چارو سره د مقابلې لپاره د چين د لارښوونې مثبت او مسئولانه رول وښيي.

د دې فورم د معلوماتو له مخې د سياستوالو، صنعتګرو او د ولسي سازمانونو د مشرانو په ګډون څه باندې درې زره مېلمانه به په دې غونډه کې ګډون وکړي او څه باندې اويا هېوادونه به په دې غونډه کې د ګډون لپاره حکومتي پلاوي وليږي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای