د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روانې مياشتې په ١٦مه نېټه په برن کې د سويس د فدرالي رئيسې دوريس لويدهاردسره د دې هېواد د اقتصادي ټولنې له استازو سره وکتل.
شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل چې د چين او سويس ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له اووه شپېتو کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو په هر اړخيزه او ژوره توګه پرمختګ موندلې په تېره بيا په اقتصادي ساحه کې ډېرې لاسته راوړنې تر لاسه شوي دي.د سويس او چين ترمنځ د ازادې سوداګرۍ تړون لاسليکول او پلی کول د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ لپاره هڅوونکی رول لوبوي.زما د سفر په موده کې لاسليک شوی څو همکاريز تړونونه به د دواړو خواوو ترمنځ د دغې همکارۍ لپاره نوی فرصتونه برابر کړي .
د سويس د ځينو مشهورو تصديو مسئولينو په خپلو ويناوو کې وويل چې د سويس تصدۍ د پوهنې ملکيت حق ساتنې په برخه کې د چين له کوښښونو څخه مننه کوي او غواړي چې په چين کې زياتې پانګې واچوي او لوړه سويه لرونکې تخنيکي همکاري پياوړې کړي.غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |