CRI Online

شي جين پينګ د نړيوال اقتصادي فورم د ٢٠١٧ کال د غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-01-18 09:30:03

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د جنورۍ په ١٧مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د داوس د نړيوالې غونډې په مرکز کې د نړيوال اقتصادي فورم د ٢٠١٧ کال د غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون درلود او يوه وينا يې وکړه چې عنوان يې دی په ګډه د زمانې دندې پلې کوي او د ګردې نړۍ د پرمختګ لپاره کوښښ کوي.

رئيس شي په خپله وينا کې وويل چې د اقتصاد نړيوال کېدل د ټولنيز توليدي ځواک د پرمختګ غوښتنه او د ساينس او ټېکنالوژۍ د پرمختګ نتيجه ده چې د نړيوال اقتصادي زياتوالي لپاره غښتلی خوځنده ځواک برابر کړي.د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو له ٣٨ کلونو راهيسې چين په نړۍ کې دوهم لوی اقتصادي ټولنه ګرځي.د چين پرمختګ ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي او د چينايانو ژوند هم ښه شوی ،دا د چين او نړۍ لپاره ګټور دی.هغه زياته کړه چې د يوه کمربند او يوې لارې پلان د پلي کېدو له ٣ کلونو راهيسې څه د پاسه ١٠٠ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د دې پلان ملاتړ کړی او څه د پاسه ٤٠ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له چين سره همکاريز موافقه ليکونه لاسليک کړي دي.

رئيس شي اعلان وکړ چې د روان کال په می کې به په بېجينګ کې د يوه کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالې همکارۍ لوړپوړی فورم تر سره شي تر څو د اوسنيو نړيوالو او سيمه ييزو اقتصادي مسئلو د حل و فصل لپاره لارې چارې ولټوي او د بېلا بېلو هېوادونو خلکو ته ګټه ورسوي.

د نړيوال اقتصادي فورم د ٢٠١٧ کال د غونډې اصلي موضوع لارښوونکی توان:له اوسنيو حالاتو سره سم خپلې دندې پلې کول دي.د ٥٠ هېوادونو مشرانو او د سياست،صنعت او سوداګرۍ او د خبري رسنيو څه نا څه ١٧٠٠ استازو د غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون درلود.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای