د سينهوا اژانس د خبر له مخې، م م د جنورۍ په ١٧مه نېټه د ٢٠١٧ کال د نړيوال اقتصاد د حالاتو او اټکل راپور خپور کړ. دا راپور ښيي چې نړيوال اقتصاد به په راتلونکو دوو کلونو کې د نرم پرمختګ په حال کې وي، د اټکل له مخې د ٢٠١٧ کال او ٢٠١٨ کال د نړيوال اقتصادي پرمختګ انډول به په جلا جلا توګه ٢.٧٪ او ٢.٩ سلنه وي.
د م م د اقتصادي او ټولنيزو چارو ادارې په همدې ورځ د م م په مقر کې د ياد راپور د خپرېدو غونډه تر سره کړه. په دې راپور کې راغلي چې د اقتصاد له ورو پرمختګ څخه يوازې په لږه اندازه اقتصادي ثبات ښکاريږي، خو د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا نښه نه ليدل کيږي.
د راپور د اټکل له مخې، پرمختيايي اقتصادي ځواکونه به د نړيوال اقتصادي پرمختګ عمده خوځنده قوت وي. په ٢٠١٧ کال او ٢٠١٨ کال کې به د چين د اقتصادي پرمختګ انډول ٦.٥٪ وي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |