د سين هوااژانس د خبر له مخې: په نړيوالو چارو کې د امريکا د ماليې وزير مرستيال نيتن شيټس د جنورۍ په ١٧مه نېټه وويل د چين اقتصاد د شکل بدلون په کلي پړاو کې دی او له ځينو مهمو ننګونو سره مخامخ دي، خو د چين حکومت له دغو چلنجونو سره د مقابلې کافي توان لري.
نوموړي په همدې ورځ په واشنګتن کې د کاارنيجي په نوم د نړيوالې سولې صندوق په يوه غونډه کې د خپلې وينا په ترڅ کې وويل چين د اقتصادي شکل د بدلون لپاره تدبيرونه غوره کوي، د صادراتو او پانګونې په ټيټولو سره د هېواد په دننه کې د کورنيو لګښتونو د زياتوالي په اتکا د اقتصاد هڅوي. په همدې وخت کې چين اقتصادي ارقام او تګلارو د جوړولو شفافيت او ارزونکي اندازه لوړه کړه او د پيسو د تبادلوي ارزښت د ميکانيزم اصلاحات يې پياوړی کړي دي.
هغه وويل چين د اقتصادي شکل د بدلون په بهير کې زيات پرمختګونه تر لاسه کړي، خو په پولي ساحه کې د کمزورتيا په شمول له يو لړ ننګونو سره مخامخ دي. هغه وويل له اقتصادي خطرونوسره د مقابلې تجربو له مخې د چين حکومت کافي تګلارې او توان لري.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |