CRI Online

شي جين پينګ د روغتياد نړيوال سازمان له عمومي مديرې ماګريت چن سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-01-19 09:58:45

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روانې مياشتې په ١٨مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ژنيو کې د روغتيا د نړيوال سازمان له عمومي مديرې ماګريت چن سره وکتل.

رئيس شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې د روغتيا مسئله نړيواله ننګونه بلل کيږي او په ٢٠٣٠ کال کې د دواملرونکي پرمختګ اجنډا د پلي کولو لپاره يوه مهمه برخه هم ده. اوس مهال چين په هر اړخيزه توګه د روغتيايي چارو د ابادۍ لپاره هڅه کوي چې دا د دوه سل کلنۍ موخې د تر سره کېدو بنسټ دی.

ماګريت چن وويل چې د دې سازمان د جوړېدو د اويايمې کاليزې پر مهال له دې سازمان څخه د رئيس شي جين پينګ د ليدنې هر کلی کوو. چين د روغتيا د نړيوال سازمان جوړونکی هېواد دی او له اوږدې مودې راهيسې يې د نړيوالو روغتيايي چارو او کارونو لپاره مهم خدمتونه تر سره کړي او کوي يې. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای