CRI Online

شي جين پينګ بېرته بېجينګ ته ستون شو

cri     (GMT+08:00) 2017-01-19 17:27:01

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ چې له سويس څخه د خپل رسمي سفر پای ته رسېدو سره همهماله، د نړيوال اقتصادي فورم د ٢٠١٧ کال په کلنۍ غونډه کې ګډون او په سويس کې له نړيوالو سازمانونو څخه ليدنې وکړې، نوموړی د جنورۍ په ١٩مه نېټه بېرته بېجينګ ته ستون شو.

د جنورۍ د ١٨مې نېټې په شپه رئيس شي جين پينګ له ژنيو څخه بېرته چين ته ستون شو. د سويس د فيډرالي رئيس مرستيال او د کورنيو چارو وزير الاين بيرسيت، د سره صليب نړيوالې کميټې مشر پيټر مورير، د اولمپيک د نړيوالې کميټې مشر ټوماس باچ، د روغتيا نړيوال سازمان عمومي منشې ماګريت چان او په ژنيو کې د م م د مقر عمومي منشي ميکل مولير په هوايي ډګر کې له نوموړي سره خدای پاماني وکړه.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای