CRI Online

سږ کال به په شينجيانګ کې د بنسټيزو تاًسيساتو د جوړولو په برخه کې د يو زر او پنځه سوه مليارډو يوانو په ارزښت پانګې واچول شي

cri     (GMT+08:00) 2017-01-20 13:44:41

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، سږ کال به شينجيانګ د واټونو، پټليو، هوايي ډګرونو، د اوبو لګولو سامان الاتو، انرژۍ او مخابراتي چارو په ګډون د بنسټيزو تاًسيساتو د جوړولو په برخو کې د يو زر او پنځه سوه مليارډو يوانو په ارزښت پانګې واچول شي، څو چې د شينجيانګ اقتصادي جوړښت ښه کړي او د اقتصادي پرمختګ پټ قوتونه وساتي.

د شينجيانګ د اويغور خودمختارې سيمې حکومت په دې وروستيو کې يو کاري راپور خپور کړ چې پکې ليکل شوي چې د بنسټيزو تاًسيساتو کمبود دې سيمې د اقتصادي پرمختګ د محدودېدو عمده لامل دی. شينجيانګ د يو مليون او شپږو لکو مربع کيلومترو په مساحت ځمکې لري، په دې سيمه کې د تاًسيساتو د جوړولو ستر پټ قوتونه شتون لري. برسيره پر دې، د بنسټيزو تاًسيساتو جوړونه هم د يوه کمربند او يوې لارې د ابادولو لپاره مهم او لازم شريط دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای