CRI Online

په جنورۍ مياشت کې د شينجيانګ د اوسپنيزو لارو ادارې ښې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي

cri     (GMT+08:00) 2017-02-03 09:24:20

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د شينجيانګ د ارومچي د اوسپنيزو لارو ادارې د فبرورۍ په دوهمه نېټه خبر ورکړ چې په تېره جنورۍ مياشت کې د شينجيانګ د اوسپنيزو لارو ادارې څو ريکارډونه مات کړي چې د توکيو د حمل و نقل اندازه د تېر کال د همدې مودې په نسبت په سلو کې ١٠٤ اعشاريه ٦ زياته شوې او د مسافرينو د ليږدونې اندازه ٢٤ سلنه زياته شوې ده.

دغه راز د ٢٠١٧ کال په لومړۍ مياشت کې دغې ادارې ښې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي او  ښکاري چې د شينجيانګ اقتصاد ښه تمايل ساتلی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای