CRI Online

د هندي سمندر لومړۍ ډلې توکي د شينجيانګ کاشغر ته ورسېدل

cri     (GMT+08:00) 2017-02-06 15:52:23

د چين د خبري اژانس د خبر له مخې، د خونجراب بندر د ګمرکاتو ادارې يو مامور د فبرورۍ په څلورمه نېټه خبريال ته وويل د هندي سمندر لومړۍ ډلې توکي له پاکستان څخه بارګيري شوي او د چين له پسرلني اختر مخکې د شينجيانګ کاشغر ته رسېدلي. له دې څخه ښکاري چې په نوي کال کې د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز معاملو نوې دوره پيل شوې.

د خونجراب بندر د کاشغر په تاشقرغان تاجک خپلواکه ولسوالۍ کې پروت دی، کاشغر د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز په اړه د چين پيل ځای دی. د دې ډلې سمندري توکي چې وزن يې اوه اعشاريه شپږڅلوېښت ټنه دی او ارزښت يې شپږويشت زره او اوه سوه امريکايي ډالره دی، د بېجينګ او شانګهای په شمول د چين لويو ښارونو کې پلورل شوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای