CRI Online

په شينجيانګ کې به د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند په اړه د هېواد د سترو شمېرو د مجموعي ازمويښتي سيمې د ابادولو کارونه پياوړي شي

cri     (GMT+08:00) 2017-02-09 10:15:00

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د شينجيانګ د اقتصاد او معلوماتو کميټې خبر ورکړ چې روان کال به په شينجيانګ کې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند په اړه د هېواد د سترو شمېرو د مجموعي ازمويښتي سيمې د ابادولو کارونه پياوړي شي تر څو د سترو شمېرو د تخنيکونو نوښت او د عامه امنيت په اړه د سترو شمېرو د څېړنيز انسټيټوټ په ګډون د مهمو پروژو د ابادولو بهير چټک شي.

د خبر له مخې،د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند په اړه د هېواد د سترو شمېرو د مجموعي ازمويښتي سيمې د ابادولو کارونو د پياوړتيا لپاره به اړونده لايحه خپره شي.بر سېره پر دې،په روان کال کې به شينجيانګ د اسيا او اروپا ترمنځ د ګړندي نوري فايبر د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو کارونه چټک کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای