CRI Online

پروسږ کال په شينجانګ کې شپږ لکه بېوزله وګړي له بېوزلۍ څخه وتلي دي

cri     (GMT+08:00) 2017-02-20 14:12:32

د شينجيانګ ورځپاڼې د خبر له مخې، پروسږ کال د شينجيانګ د بېوزلو سيمو د هر کليوال پر سر منځني عايدات د دوه زره او پنځلسم کال په پرتله نهه اعشاريه اوه سلنه زيات شوي، دغه راز شينجيانګ له بېوزليتوب سره د مبارزې په برخه کې ښه ګام پورته کړی دی.

پروسږ کال د شينجيانګ حکومت د ټولنيز ثبات او دايمي امنيت لپاره په ټينګه له بېوزلو وګړو سره د مرسته کولو کار بشپړ کړی دی. د سيمې شپږ لکه بېوزله وګړي، اته سوه او لس بېوزلي کلي او پنځه بېوزله وسلوالۍ له بې وزلۍ خلاص شوي دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای