CRI Online

ښايي سږ کال د چين ٦٠ سلنه توليدات د شينجيانګ له لارې منځني اسيا او اروپا ته وليږدول شي

cri     (GMT+08:00) 2017-02-23 15:51:29

د شيجيانګ د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې، سږ کال د هغو اورګاډو شمېر چې له شينجيانګ څخه منځنۍ اسيا او اروپا ته توکي لېږدوي، د پروسږ کال په پرتله يو سل او اتيا اورګاډي نور هم زيات شوي. د شينجيانګ او منځني اسيا تر منځ درې سوه، د شينجيانګ او روسيې تر منځ پنځوس، د شينجيانګ او المان، ترکيې او ايران تر منځ شل، د اروپا او شينجيانګ تر منځ دېرش اورګاډي مالونه ليږدوي، اټکل کيږي چې سږ کال به د چين ٦٠ سلنه توليدات منځنۍ اسيا او ارويا ته وليږدول شي..

د مالوماتو له مخې، پروسږ کال د شينجيانګ او اروپا تر منځ د اورګاډو شمېر دوه سوه او څليرويشت و. د دغو اروګاډو څخه د ليږدول شويو توکيو ارزښت درې مليارډو او پنځه سوه مليونو يوانو ته رسېدلی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای