CRI Online

جانګ ده جيانګ، يو جنګ شنګ او وانګ چي شان په جلاجلا توګه د يو شمېر پلاويو په بحثونو کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-03-06 21:44:21

د چين د ولسي ولسي کانګريس د دايمي کمېټې رئيس جانګ ده جيانګ، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس رئيس يو جنګ شنګ او د چين د کمونېست ګوند د مرکزی کميټې د انضباطو څارنې کميسيون رئيس وانګ چي شان د شپږمې نېټې په سهار په جلاجلا توګه د چين د يو شمېر پلاويو په بحثونو کې ګډون وکړ.

جانګ ده جيانګ د هانکانګ او مکاو پلاويو په بحثونو کې ګډون وکړ ، نوموړي په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې د چين د کمونېست ګوند د استازيو له اته لسمې غونډې راهيسې د هېواد په بېلو بېلاو چارو کې ډېرې لاسته راوړنې لري او د"يو دولت او دوو نظامونو" پاليسۍ د پلي کېدو په برخه کې پرمختګونه هم ترلاسه شوي دي. د هېواد وده به هرومره د هانکانګ او مکاو سمسورتيا او ثبات ته ټينګ ملاتړ برابر کړي، نو هانکانګ او مکار دې د هېواد د ودې او خپلې ودې په اړه پوره ډاډمن شي.

يو جنګ شنګ د ډيموکراتيک ګوند او غير ګوندي شخصيتونو په ګډ بحث کې ګډون وکړ. نوموړي وويل، موږ بايد د رئيس شي جين پينګ ديو لړ مهمو ويناوو او د هېواد د ادارې په اړه د هغه د نويو مفاهيمو او ستراتيژيو زده کړه وکړي او د کمونيست ګوند په مشرۍ د څو ګوندونو ترمنځ د همکارۍ او اسياسي مشورتي نظام لاپسې بشپړ کړي.

وانګ چي شانګ د چينګهای پلاوي په بحث کې ګډون وکړ او په خپلو خبرو کې يې هيله وښوده چې چينګ های ولايت دې د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره هڅې وکړي او خپل ايکولوژيکي تمدن اباد کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای