د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،په نړۍ کې د دوهمې لويې اقتصادي ټولنې په توګه د چين اقتصادي پرمختګ د پاملرنې وړ دی.د مارچ په ٦مه نېټه د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې په ٥مه غونډه کې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړي او د اقتصاد کارپوه لي يي نينګ وويل چې په ٢٠١٧ کال کې به د چين د اقتصادي زياتوالي سرعت ٦ اعشاريه ٥ سلنې ته ورسېږي او لاستر پرمختګونه به تر لاسه کړي.
ښاغلي لي وويل چې اوس چين د شکل د بدلون په حال کې دی چې د سرعت د پرمختګ او د اندازې د زياتوالي لارې چارې بايد بدلې کړي تر څو د موثريت او کيفيت په مرکز د پرمختګ لارې چارې رامنځته شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |