CRI Online

چين بايد په نړۍ کې ډېرې زياتې مشهورې چيني نښې جوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-11 15:06:48

د چين د صنايعو او مالوماتو وزير مياو يو د مارچ په ١١مه نېټه د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د پنځمې غونډې په اړه يوه خبري ناسته کې وويل، چين به د منځنۍ او لوړې سويه لرونکو توکيو توليدي اندازه زياته کړي او په پوره توګه به د توليداتو کيفيت او درجه لوړه کړي. په عين وخت کې به د بازار څارنه او د جعلي توليداتو مخنيوي پياوړې کړي تر څو په نړۍ کې ډېرې زياتې مشهورې چيني نښې جوړې کړي.

نوموړي وويل، د مصرف په زياتېدو سره په ځينو برخو کې دا حالت رامنځته شوی چې د لوړې او منځنۍ سويه لرونکو توليداتو تقاضا کافي نه ده او د ټيټې درجه لرونکو توکيو توليدي اندازه ډېره زياته ده. دا د توکيو د برابرونۍ په برخه کې مسئله ده. په چين کې د توکيو جوړوونکی صنايع بايد منځنۍ او لوړې سويې ته پرمختګ ورکړای شي، نو چين بايد لومړی د توکيو د برابرونې جوړښت اصلاحات ترسره کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای