CRI Online

د شينجيانګ تصديو له نړۍ سره د برېښنا ليږدولو پرمختللی تخنيک او تجربې شريکې کړې

cri     (GMT+08:00) 2017-04-11 14:16:44

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، له وروستيو کلونو راهيسې په شينجيانګ کې ډېرو تصديو د يوه کمربند او يوې لارې طرحې په پلي کېدو سره له نړۍ سره د برېښنا ليږدولو پرمختللی تخنيک او تجربې شريکې کړې دي او د شينجيانګ په چانګي ښار کې د ته بيان ديان ګونګ په نوم تصدۍ له دغو تصديو څخه ده.

ته بيان ديان ګونګ د کارګرو ټولنې رئيس ما شين ژي له سي ار اي سره د مرکې په ترڅ کې وويل ، د ده تصدۍ د برېښنا ليږدولو ډېر پرمختللي تخنيکونه لري او نه يوازې د يو شمېر کورنيو پروژو ته ، بلکې د امريکا، جاپان، روسيې، تاجکستان، قرغېزستان، پاکستان او خليج، اروپايي ټولنې، اسيان او افريقا په شمول تر ۶۰ زياتو هېوادونو او سيمو ته يې اړوند تجهيزات، تخنيکونه او خدمتونه برابر کړي چې د ځايي ټولنيزې او اقتصادي ودې لپاره ډېر ګټور دي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای