CRI Online

د سږ کال په لومړيو دريو مياشتو کې د چين د اقتصاد د زياتوالي انډول د تېر کال د همدې مودې په پرتله شپږ اعشاريه نهه سلنه لوړ شوی دی.

cri     (GMT+08:00) 2017-04-17 11:49:58

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين دولتي شمېرنې ادارې د اپريل په ۱۷مه نېټه يوه شمېره خپره کړه چې د سږ کال په لومړيو دريو مياشتو کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي اندازه اتلس زره او اته شپيته مليارډو او درې سوه ميلونه ژن مين بي يوانو ته رسېدلی چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شپږ اعشاريه نهه سلنه لوړ شوی دی.

د چين د دولتي شمېرنې ادارې وياند ماو شنګ يونګ وويل، چې د تېر کال له دوهمې نيمايې راهيسې، د چين ملي اقتصاد په ثابته او ښه توګه پرمختګ موندلی دی او عمده ونډې د اټکل په پرتله لا ښې شوې دي، نو سږ کال ښه پيل موندلی دی چې دا د روان کال موخې ته د رسېدو لپاره ښه زمينه برابروي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای