د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د شينجيانګ د هورګوس ګمرک د می په لومړۍ نېټه د يوې شمېرنې په خپرولو سره وويل، چې د سږ کال له جنورۍ څخه تر مارچ پورې د هورګوس بندر له لارې د مالونو د ليږد راليږد اندازه ٦ مليونه ٦٨٧ زره ټنه او د وارداتو او صادراتو ارزښت ٢١ مليارډه ٩٨٥مليونه يوانه و چې د زياتوالي انډول يې ١٤.٢٤٪ و.
هورګوس د سړکونو، اوسپنيزو لارو او نل ليکو ټرانسپورټي بندر دی چې د مالونو د ليږد راليږد اندازه يې د چين په شمال لويديځ کې تر ټولو زياته ده. د سږ کال په لومړيو دريو مياشتو کې منسوجات، جامې او بوټان، برقي ماشينونو او توليدات او کرهڼيز توکي د هورګوس له لارې عمده صادراتي مواد وو، طبيعي ګاز او د حيواناتو پوستکي وارداتي مواد وو.
په هورګوس کې د جين يي په نوم د نړيوالې سوداګرۍ شرکت مشر يو جنګ جونګ وويل، چې زموږ شرکت د روان کال په لومړۍ ربع کې د منځنۍ اسيا پنځو هېوادونو او روسيې ته د مڼو په شمول ٨٠٠٠ ټنه کرهڼيز توکي صادر کړي چې عمومي ارزښت ١٦ مليونو امريکايي ډالرو ته رسيدلی او د زياتوالي انډول يې له ١٠٪ نه زيات شوی دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |