د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مې په ۵مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د يوه کمربند او يوې لارې وړانديز د چين لخوا وړاندی شوی، خو د دغه وړانديز پلی کول په ټولو ګډون کوونکو پورې اړه لري. چين نه غواړي پخپله د دغه وړانديز لارښوونه وکړي او غواړي چې د ګډو سلامشورو، ګډو کوښښونو او ګډو ګټو پر بنسټ له ټولو ملګرو سره يوازې دغه وړانديز پلی کړي.
ښاغلي ګنګ شوانګ وويل، چې اوس چين د يوه کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د نړيوالو همکاريو د سرمشريز فورم له برخوالو هېوادونو سره د دغه فورم د اړوندو سندونو په اړه بحث کوي. دغسې سندونه به د ټولو برخوالو د سلامشورو له لارې طرحه شي. د يوه کمربند او يوې لارې وړانديز له وړاندې کېدو وروسته له سلو نه زيات هېوادونو او نړيوالو سازمانونو دې ته مثبت ځوابونه ورکړي دي او له څلويښتو نه زياتو هېوادونو او سازمانونو له چين سره همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |