CRI Online

د اورګاډي همکاريو سازمان به د يوه کمربند او يوې لارې په رڼا کې د چين او اروپايي هېوادونو ترمنځ د اورګاډي د ګډې ليږدونې چارو د پرمختګ لپاره هڅه او کوښښ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-08 15:39:30

د يوه کمربند او يوې لارې په نوم د نړيوالې همکارۍ لوړ پوړی فورم به د می له ١٤مې نيټې څخه تر ١٥مې نيټې پورې په بېجينګ کې تر سره شي.د اورګاډي د همکاريو سازمان د اورګاډي د يوازني نړيوال سازمان په توګه بلنه تر لاسه کړې او رئيس شاو جي دا به يې په دې فورم کې د دې سازمان د عمده کارونو په باب معلومات وړاندې کړي.د يوه کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې د دې سازمان د رول د يادونې په ترڅ کې د رئيس مرستيال دونګ جيان مين په دې وروستيو ورځو کې د پولنډ په پاتيخت وارسا کې له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د يوه کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې د اورګاډي همکاريو سازمان ډېر مهم رول لوبوي.

دغه سازمان چې مقر يې د پولنډ په پلازمينه وارسا کې دی او په ١٩٥٦ کال کې جوړ شوی ،د اورګاډي د نړيوالې همکارۍ د ليږدونې په برخه کې د حکومتونو ترمنځ يو سازمان دی او ٢٨ غړي هېوادونه لري چې په دې جمله کې چين د دې سازمان يو جوړوونکی دی.د دې سازمان د رئيس مرستيال دونګ جيان مين وويل چې که څه هم دغه سازمان د حکومتونو ترمنځ يو سازمان بلل کيږي ، خو له دې امله چې حکومتي او شرکتي دندې پر غاړه لري، نو په اروپا او اسيا کې يې د اورګاډي د نړيوالې ليږدونې په برخه کې رښتينی رول لوبولی دی.هغه وويل (اواز..........) د دې سازمان يوه حکومتي دنده د ليږدونې دهليزونو جوړول دي . که څه هم په بېلا بېلو هېوادونو کې د اورګاډي لارو شمېر ډېر دی،خو دا يو ستونزمن کار دی چې د چين او اروپا ترمنځ اورګاډی په کومه لار تګ راتګ وکړي.دغه سازمان بېلا بېل غړي هېوادونه راغونډ کړي او د مالونو ليږدونې ١٣ دهليزونه يې ټاکلي تر څو دغه دهليزونه د هر هېواد د اورګاډي له لارو سره سمون ولري.د دې سازمان له خوا د ليږدونې دهليزونو جوړونه د چين او اروپا ترمنځ د اورګاډي تګ راتګ لپاره ډېره مهمه ده.

له يو هېواد څخه د اورګاډي د تېرېدو په هکله د تشريفاتو د اسانېدو په برخه کې د دې سازمان کميټې خپل رول لوبولی دی او څو څو ځله يې د غړو هېوادونو د ترانسپورټي ليږدونې د وزارتونو، د ګمرکاتو ادارې،د توليداتو د څارنې او سرحدي پلټنې په ګډون غونډې تر سره کړې دي .د دې ترڅنګ دغه سازمان هم د اورګاډي ليږدونې په هکله نړيوال قوانين او مقررات جوړ کړي چې له چين څخه تر اروپا پورې د اورګاډي د حرکت کولو قانونی بنسټ رامنځته شوی دی.د تصديو له لحاظه دغې کميټې د مالونو ليږدونې لپاره واحده بيه ټاکلې ده.دونګ جيان مين وويل (اواز........)زموږ سازمان د اروپا او اسيا ترمنځ د اورګاډي ګډې ليږدونې ته پرمختګ ور کوي.چين د دې سازمان د يوه غړي په توګه د اورګاډي پرمختګ او د چين او اورګاډي ترمنځ د اورګاډي پرمختګ لپاره د پام وړ رول لوبوي .

د يوه کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې د دې سازمان د رول د يادونې په ترڅ کې دونګ جيان مين وويل چې دغه سازمان د ورېښمو لارې له اقصادي کمربند سره نژدې اړيکې لري چې غړي يې د چين، ايران، روسيې، بلاروس ، پولنډ ، اوکراين او افغانستان په شمول ډېر هېوادونه دي.د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند په اوږدو کې پر ترکيې او امينيا سربېره پاتی هېوادونه د دې سازمان غړي دي.ښاغلي دونګ وويل (اواز..........) زموږ د سازمان رول په اروپا او اسيا کې د اورګاډي ګډې ليږدونې چارو ته د پرمختګ ور کول دي.د يوه کمربند او يوې لارې د ستراتيژۍ په رڼا کې پرتو هېوادونو ګډ پرمختګ موندلی دی.خو له چين څخه د اورګاډي او تصديو له وتلو څخه ملاتړ او د توليداتو تبادلې او د خلکو ترمنځ تګ راتګ زمونږ د سازمان د مهم رول برخه هم ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای