CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت:په ګډه به د يوه کمربند او يوې لارې پلان د پلي کېدو په بهير کې له ننګونو سره مقابله وکړو

cri     (GMT+08:00) 2017-05-09 18:46:31

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د می په ۹مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې دا عادي حالت دی چې د يوه کمربند او يوې لارې پلان د پلي کېدو په بهير کې به ننګونه رامنځته شي،موږ به په ګډه له ننګونو سره مقابله وکړو.

د روانې اوونۍ په پای کې به د يوه کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ سرمشريز فورم په بېجينګ کې تر سره شي.وياند ګنګ وويل چې د دې فورم موخه د تجربو راغونډول ،د پلانونو جوړول ،د مسئلو په اړه بحث کول او په ګډه له ننګونو سره مقابله کول دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای