CRI Online

په م م کې د پاکستان استازی : د يوه کمربند او يوې لارې د ابادولو پلان د يوويشتمې پېړۍ تر ټولو وتلی اقتصادي پلان دی

cri     (GMT+08:00) 2017-05-11 09:15:34

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، په م م کې د پاکستان دايمي استازي مليخه لودي د مې په لسمه نېټه په نيويارک کې خبري رسنيو ته وويل، د يوه کمربند او يوې لارې د ابادولو پلان ړيوال اقتصاد ته د پرمختګ خوځنده ځواک او د يوويشتمې پېړۍ تر ټولو وتلی اقتصادي پلان دی.

هغه وويل، د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو پلان په څو برخو کې د پاکستان پر پرمختګ ښه اغيزه اچولې ده. د چين او پاکستان تر منځ اقتصادي دهليز د دې پلان مهمه برخه ده. دغه دهليز انرژۍ ته د پاکستان اړتياوې پوره کړې او د پاکستان د بېوزلو سيمو د اقتصادي پرمختګ د هڅولو لپاره ډېر ګټور دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای